مخ په زياتېدونکي بهرنيان د چين د ملي جشن د رخصتۍ په موده کې چين ته سفرونه کوي او د دغه هېواد د کلتوري جذابيت او پرمختګ له خوځنده ځواک څخه خوند اخلي. د روان کال په لومړۍ نیمايي کې چين ته د ننوتونکو سيلانيانو شمېر ۲۲ میليونه او ۹۱۴ زرو ته رسېدلی چې پرمختيایي انډول يې د تېر کال د همدې مودې په پرتله په سلو کې شل برخه زياتوالی ښيي. په دې جمله کې له ويزې پرته چين ته د ننوتونکو بهرنيانو شمېر د تېر کال د همدې مودې په پرتله په سلو کې دېرش اعشاريه شپږ برخه زياتوالی موندلی دی. سي جي ټي اېن په دې اړه يوه سروې ترسره کړې. په پايله کې يې په سروې کې ۹۲،۸ سلنه ګډونوالو ويلي چې پر ټولنيزو رسنيو چين ته د سفر اړوند مقالو او عکسونو په ليدو سره يې له چين او دغه هېواد ته له سفر سره زیاته علاقه پيدا کړې ده. په سروې کې ۸۷ سلنه ګډونوال په دې اند دي چې چين ته سفرونه د دې هېواد د کلتور، ټولنې او پرمختیا په اړه د هر اړخيزو معلوماتو د تر لاسه کولو لپاره ګټور دي.
ولې مخ په زياتېدونکي بهرنيان چین ته سفرونه کوي؟ دا په چین کې د ورخلاصون په دوامدار پراخوالي او د چينايانو او بهرنيانو د تګ راتګ په پر له پسې اسانه کېدو پورې تړاو لري. په وروستيو کلونو کې چين په پر له پسې توګه د ويزې او له ګمرکي ادارې د تېرېدو په چارو کې پر له پسې غوره والی راوړی او د ۵۷ هېوادونو اتباعو ته يې اجازه ورکړې چې نورو هېوادونو ته د تګ په لار کې له ويزې پرته د ۲۴۰ ساعتونو لپاره په چين کې پاتې شي. د دې ترڅنګ د ۶۱ هېوادونو اتباع کولی شي د چين له ويزې پرته هاینان ولايت ته ننوځي او هلته د ۳۰ ورځو لپاره سفرونه وکړي. د ويزې د اړوندو اغېزمنو تګلارو په تطبيق سره د روان کال په لومړۍ نيمايي کې له ويزې پرته چين ته د ننوتونکو بهرنيانو شمېر ۱۷ میليونه او ۸۱۵ زرو ته رسېدلی چې چين ته د ننوتونکو بهرنيانو د عمومي شمېر په سلو کې ۷۷ اعشاريه ۷ برخه جوړوي. د سروې ۹۱،۸ سلنې ګډونوالو ويلي چې ډېرو بهرنيو سيلانيانو د چين د اړوندو تګلارو له امله دغه هېواد ته د سفرونو لېوالتيا زياته شوې ده. د دې ترڅنګ د سروې ۸۹،۵ سلنه ګډونوال دا نظر لري چې چين په لا پرانيستې رويې سره له نړۍ سره پرمختیايي ګټې شريکې کړې دي. کله چې بهرني سيلانیان د چين د ګړندي اورګاډي، د موبايل تاديې او ځيرکو سيلانیزو چارو څخه ګټې اخيستې، چين ته سفرونه هم په نړيوالو ټولنیزو رسنيو کې د پاملرنې وړ ګرځېدلي او په دې سره د رخصتۍ په موده کې د چين اقتصاد هم وده کړې ده.
ولې بهرني سيلانیان بيا بيا چین ته سفرونه کړي؟ لاملونه يې نه يوازې د لوی دېوال او امپراطوري ماڼۍ په شمول تاريخي او کلتوري اثارونه دي، بلکې دا دی چې دوی غواړي له عصري ژوند څخه خوند واخلي. د یادونې خبره دا ده چې چين ته د سفرونو په موده کې له ساينس او تکنالوژۍ څخه د دغو بهرنيانو خوند اخيستل اوس د هرکلي وړ ګرځېدلي دي او ځينو بهرنيانو د سیلانيزې اجنډا د ټاکلو لپاره څو زره ډالره لګولي. دوی د نوې انرژۍ موټرو ځيرکو توليدي فابريکو ته داخل شوي، د همدغو موټرونو د اتوماتيک چلونې تجربه يې کړې او د راکیټونو له توغولو څخه يې نږدې ليدنې کړې دي. د سروې ۹۲.۲ سلنه ګډونوالو د موبايل تادیه، ګړندی اورګاډی او مشترکې تراسپورټي وسیلې چين ته د سفرونو یوه مهمه برخه بللې ده. د سروې ۹۱.۲ سلنه ګډونوال دا نظر لري چې چين د نوې تکنالوژۍ او توليداتو د کارونې لپاره ډېر فرصتونه او مشتريان لري او د نړيوالو چارو د باکيفيته پرمختګ لپاره يې هڅه کړې ده.
يوه هېواد ته د راتلونکو بهرنيانو سفرونه د دې هېواد د اقتصاد يوه مهمه کړکۍ ده. د رخصتي په موده کې د چين په بندرونو کې ګڼې ګوڼې رامنځته شوې او تر شا يې له چيني منظره لرونکو ځايونو او کلتور سره د بهرنيانو د علاقې او د چین پر راتلونکي اقصتاد د باور ښکارندويي کوي. د سروې له مخې ۸۹،۸ سلنه ګډونوالو د چین اقتصاد چټک پرمختګ ستايلی او ۸۰،۶ سلنه يې په دې اند دي چې چين به د اقتصادي پرمختګ ښه تمايل وساتي، ځکه چې اړوند ګرافونه په مسلسلو څلورو کلونو کې په لوړه سويه ساتل شوي دي.
د هېوادونو ترمنځ د دوستانه تګ راتګ بنسټ د خلکو ترمنځ دوستي ده او د خلکو ترمنځ دوستي کليدي برخه د زړونو پر نژدېوالی پسې تړلې ده. د رخصتۍ په موده کې د سفرونو لپاره چين ته ننوتونکي سيلانيان نه يوازې د چین د اقتصاد د انعطاف پذيرۍ او خوځنده ځواک بلکې د تمدنونو د تبادلې او زده کولو ښکارندويي کوي.































