د چین- آسیان د ۲۳م نندارتون او د چین- آسیان د سوداګرۍ او پانګونې د سرمشریزې د پای په مناسبت مطبوعاتي غونډه کې معلومات ورکړل شوي، چې دغه نندارتون د چین او آسیان د مصنوعي ځیرکتیا د صنعتونو د نښلولو لپاره پلاټفورم برابر کړی او پرمهال يې د مصنوعي ځیرکتیا د کارولو د سناريو په برخه کې د همکاريو ۴۲ اړتياوې خپرې شوې، پر همکارۍ نږدې سل ابتدايي هوکړې شوې، چې پکې د آسیان له هېوادونو سره د هوکړه شوو همکاریو ارزښت له یو ملیارډ یوانو څخه اوښتی دی.
د چين – آسيان د نندارتون دارالانشأ عمومي منشي وانګ جي څای وویل، چې د نندارتون په سږني پړاو کې د مصنوعي ځیرکتیا د نندارځي مساحت د نندارتون د تېر پړاو په پرتله ۶۰ سلنه زیات شوی، دغه راز د نندارتون په سږني پړاو کې ۲۹۶ شرکتونو ګډون کړی و، چې د نندارتون د تېر پړاو په پرتله ۴۸ سلنه زیاتوالی ښيي. د يادونې ده چې، د نندارتون په سږني پړاو کې په لومړي ځل د مصنوعي ځیرکتیا “لوی بازار” جوړ شوی او د نندارچیانو ډېره توجه يې راجلب کړې ده، تر ۷۰ ډېرو شرکتونو دغه بازار ته د اتو برخو له ۵۰۰ ډېر محصولات وړاندې کړي، چې د پلور عمومي ارزښت يې له ۲۸ ميلیونو یوانو څخه واوښت او د مصرف کوونکو لخوا یې خورا تود هرکلی وشو.































