د چين د پوهنې او نړيوالې تبادلې ټولنې د اکتوبر په ۱۲مه نېټه خبر ورکړی چې د ((نوی مزل—يو له بل سره ليدل او د راتلونکې په لوري حرکت کول ))تر سرليک لاندې د چين او امریکا د تنګيو ځوانانو د کلتوري تبادلې فعاليت د اکتوبر له ۱۲مې نېټې څخه تر ۱۴مې نېټې پورې په بېجينګ کې تر سره کيږې. د دواړو هېوادونو دوه سوه زده کوونکي به د موضوعي سفرونو او د ګرد ميز فورمونو له لارې يو له بل سره د نظريو مخامخې تبادلې وکړي او متقابل تفاهم او دوستي لا ټينګه کړي.
دغه فعاليت د چين د پوهنې او نړيوالې تبادلې د ټولنې او د بېجينګ پوهنتون په ګډ کوربه توب تر سره کېږي چې د پلان له مخې به يې په راتلونکو پنځو کلونو کې چین ته د تبادلې او زده کړې لپاره سل زرو تنکیو امريکايي ځوانانو ته بلنه ورکړل شي څو چې د دواړو هېوادونو د دوستانه چارو د ودې لپاره د لازیاتو تنګيو چينايي او امريکايي ځوانان وهڅول شي.































