د چین دولت رئیس شي جين پينګ په تېر سپتمبر کې امريکا ته د سفر په ترڅ کې اعلان وکړ، چې هېواد به یې په راتلونکو ۵ کلونو کې ۱۰۰ زره امریکایي تنکيو ځوانانو ته د نظر تبادلې او مطالعې لپاره د تګ بلنه ورکړي.
د چین د پوهنې وزارت په چوکاټ کې له بهرنیو هېوادونو سره د کولتوري تبادلې مرکز د اکتوبر له ۱۱ مې نېټې څخه تر ۱۹مې نېټې پورې د دغه هېواد په بېجینګ او ګوانګ جو ښارونو کې ” د ۲۰۲۶م کال لپاره په چین کې د پیکلبال له لارې له امریکایي محصلینو سره د کلتوري تبادلې فعالیت” ترسره کړی دی.
کارپوهانو دغه فعالیت د رئیس شي جين پينګ د ياد اعلان د ښه تطبیق لپاره غوره ګام بللی دی.
د چین او امریکا محصلینو د سپورټ له لارې دوستي پياوړې کړې، تفاهم یې زیات کړی او د دوستانه سیالۍ له لارې یې ملګرتیا جوړه کړې ده.































