انټرنيټي ارقام ښيي، چې د چين د ملي جشن په لومړيو ۴ ورځو کې ( د اکتوبر له لومړۍ نېټې څخه تر ۴مې نېټې پورې) د دغه هېواد په سينماوو کې د فلمونو د پلورل شويو ټکټونو عمومي ارزښت ۷۰۰ ميليونو يوانو ته رسېدلی دی.
سږ کال د چین ملي جشن په لومړیو ۴ ورځو کې په مسلسله توګهد فلمونو د پلورل شويو ټکټونو ورځنی ارزښت له ۱۰۰ میلیونو یوانو څخه واوښت. له ۱۰ څخه ډېرې چیني او بهرني فلمونه یو پر بل پسې نندارې ته وړاندې شوي، چې متنوع موضوعات لري او د بېلابېلو لیدونکو مېنې او اړتياوې پوره کوي.































