د امریکا د شیکاګو نړيوالو چارو کمېټې د سپتمبر په ۲۱ مه نېټه د يوې سروې نتيجه خپره کړې، چې له مخې يې ٪ ۵۷ امريکايان پدې اند دي، چې امريکا دې له چين سره دوستانه همکارۍ او تماس ټینګ کړي او دا بهیر له ۲۰۲۴ کال راهیسې چې پکې امریکایانو په تدریجي ډول له چین سره د تعامل په سمت جهت بدل کړی، دوام لري.
د يادې کمېټې د ۲۰۲۵م کال د سروې نتيجه ښيي، چې ډیموکراټان په ښکاره ډول له چین سره د تعامل د ملاتړ لوري ته مایل شوي، وروستۍ سروې يې بیا ښيي، چې جمهوري غوښتونکي هم په همدې لوري د بدلون په حال کې دي. له چین سره د دوستانه همکارۍ او تعامل د ملاتړ کوونکو جمهوري غوښتونکو وروستۍ کچه د ۲۰۲۵م کال په پرتله ٪ ۱۰سلنه لوړه شوې، چې له ۲۰۱۹م کال راهیسې تر ټولو لوړې کچې ته رسېدلې ده.
د امریکا د شیکاګو نړيوالو چارو کمېټې وروستۍ سروې د روان کال د جولای له ۱۰مې نېټې څخه تر ۲۱ مې نېټې پورې ترسره کړې، چې د امریکا د ۵۰ ایالتونو او پلازمېنې واشینګټن د ۲۱۵۶ لويانو نظرونه پکې اخيستل شوي دي.































