د چین د بزګرانو د حاصلاتو ۹م اختر په پار، د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې عمومي منشي، د چين د دولت رئیس او د مرکزي پوځي کمېسيون مشر شي جين پينګ د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې په استازيتوب بزګرانو او د کرنيزو او کليوالو چارو کار کوونکو ته د اختر مبارکي او صادقانه سلامونه وویله.
شي جين پينګ څرګنده کړه چې سږ کال د چین د دوبي د غلو حاصلاتو نوی لوړ ریکارډ جوړوي، د وريجو توليدي اندازه ثابته پاتې ده او د مني فصل ته د ډېرو حاصلاتو تمه کېږي.
شي جين پينګ پر دې ټينګار وکړ چې د بېلا بېلو کچو ګوندي کمېسيونونه او حکومتي ادارې بايد په جدي توګه د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې پرېکړې او پلانونه پلي کړي، د کليوالو سيمو هراړخيزې سمسورتیا ته دې وده ورکړي، د کلیوالو سیمو د پرمختګ او د بزګرانو د شتمن کېدو لپاره دې د تګلارو اغېزمنتيا ښه کړي، د کرنې د مجموعي توليدي توان او کيفيت او مؤثريت لوړولو ته دې پاملرنه وکړي، د بزګرانو د عايداتو د زياتوالي لپاره دې لارې پراخې کړي، له ځايي حالاتو سره سم دې د ژوند او کار لپاره مناسب او ښکلي کلي جوړ کړي او د بزګرانو د لا نيکمرغه ژوند او هوساينې لپاره دې هڅې وکړي.































