د چین دولت رئیس شي جين پينګ د سپتمبر په ۲۲مه نېټه د مهارتونو ۴۸مې نړیوالې سیالۍ ته د مبارکۍ پيغام واستاوه.
شي جین پینګ په دې پیغام کې وويل، چې اوسمهال د علمي او ټکنالوژيک انقلاب او صنعتي بدلون نوی پړاو په چټکۍ سره پرمختګ کوي او په نړۍ کې د مهارتونو په ودې ژور اغېز پرې باسي. د مهارتونو نړيواله سیالي چې صنعتي اړتیاوې په پام کې نیسي، د بېلابېلو هېوادونو مهارت لرونکو او مستعدو کسانو ته د خپلو مهارتونو د پیاوړتيا او متقابلو زده کړو پلاټفورم برابروي.
شي جین پینګ وويل، چې چین به د دې سیالۍ کوربتوب د یو ګټور فرصت په توګه وبولي او لازيات ماهرین په ځانګړې توګه ځوانان به وهڅوي، چې د مهارتونو د ودې له لارې په خپلو مسلکونو کې بریا ترلاسه کړي. چین به له بېلابېلو خواوو سره تبادلې او همکارۍ پیاوړې کړي، څو د مهارتونو نړیوالې سيالۍ ته وده ورکړي او د نړیوالې اقتصادي ودې او د خلکو د هوساینې د ښه والي لپاره غوره خدمتونه وکړي.































