عامو شکايتونو ته د چټک ځواب ورکولو په اړه د ۲۰۲۶م کال بېجينګ فورم د اکتوبر په ۱۲مه نېټه د چين د ټولنيزو علومو اکاډمۍ، د چين ميډيا ګروپ او د بېجينګ ښاروالۍ په ګډو ترتيباتو په دغه ښار کې پرانيستل شو. د چين کمونېست ګوند د مرکزي کمېسيون سياسي بيورو غړي او په بېجينګ ښار کې د دغه ګوند کمېټې منشي ينګ لي او د چين ميډيا ګروپ مشر شن های شيونګ د دغه فورم په پرانيستونکو مراسمو کې ګډون او ويناوې وکړې.
د چين ميډيا ګروپ مشر شن های شيونګ د خپلې وينا په ترڅ کې ويلي، د بېجينګ ښاروالي له تېرو څو کلونو راهيسې ”د خلکو ښارونه دې خلکو ته ګټې ورسوي“ په اړه د عمومي منشي شي جين پينګ د مفکورې په رڼا کې د نوښتګرو ځيرکو او ديجټلي ټکنالوژيو په کارولو سره مخکې له مخکې د عامو خلکو د احتمالي اړتياوو او ستونزو وړاندوينې او په چټکه او مناسبه توګه يې پوره کړې دي. د چين ميډيا ګروپ د بېجينګ ښاروال لخوا د خلکو لپاره د ښار ابادولو عيني شاهد، ريکارډ کوونکی، ګډون کوونکی او هم مرسته برابرونکی دی.































