د چین صدراعظم لي چيانګ د اکتوبر په ۱۷مه نېټه په تاشکند کې له خپل ازبکستاني سیال عبدالله عاریپوف سره لیدلي دي.
لي چیانګ له نوموړي سره په خبرو کې ويلي، چې د چين دولت رئیس شي جین پينګ په تېر اګست کې د ازبکستان له ولسمشر شوکت میرضیایف سره ليدنه وکړه او د دواړو هېوادونو د اړیکو د ټینګښت لپاره یې لوری روښانه کړ.
هغه ويلي، راتلونکی کال د چین او ازبکستان د ډيپلوماتیکو اړیکو د ټینګېدو ۳۵مه کلیزه ده. چین به د همدې کلیزې په درشل کې له ازبکستان سره عنعنوي دوستي نوره هم ټینګه کړي، متقابل سیاسي باور به ورسره نور هم ژور او اغېزمنې همکارۍ به ورسره پیاوړې کړي، د دواړو هېوادونو د ګډ برخلیک ټولنې جوړونې ته به وده ورکړي او د دواړو هېوادونو خلکو ته به ګټې ورسوي.
نوموړي په اشارې ویلي، چین به له ازبکستان سره د پرمختګ د ستراتيژیو د پلې کولو په ترڅ کې د انرژۍ سرچېنو، مصنوعي ځیرکتیا او عصري کرنیزو چارو په شمول ځينو برخو کې خپلمنځي همکارۍ نورې هم نږدې کړي او د زېربناوو او پولي چارو په برخو کې به ورسره پیوستون پرمخبوځي او دا به دواړو هېوادونو ته ډېرې ګټې ورسوي.































