د کاناډا صدراعظم مارک کارني د اکتوبر په ۲۴مه نېټه، چې د ملګرو ملتونو له ورځې سره برابره وه، په يوې اعلاميې کې ويلي، هېواد به یې د دغه نړيوال سازمان لپاره خپل ماموریت ترسره کړي او د منشور د موخو او اصولو مراعات به وکړي.
نوموړي ویلي، د ملګرو ملتونو د منشور بنسټیز اصول د پخوا په پرتله اوس ډېر اهميت لري او له څو اړخیزې همکارۍ د ملاتړ اساسي منطق یې نن ورځ هم له پخوا ډېر قانع کوونکی ښکاري.
کارني ويلي، په نړۍ کې اقلیمي بحران مخ په سختېدو دی، مصنوعي ځيرکتیا په چټکۍ وده کوي او هم په ځينو سیمو کې وسله والې شخړې روانې دي.
نوموړي دا هم ويلي، په اوسنۍ پاشلې نړۍ کې همکاري ارمان نه، بلکې يو ضرورت دی. د ده په خبره، هر هېواد چې څومره هم ځواکمن وي، په یوازې ځان د نړيوالو ننګونو پر وړاندې مقابله نشي کولی.































