د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي په مسکو کې د روسیې د لومړي وزیر له مرستیال الکسي اوورچوک سره کتلي دي. د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې ویل شوي، په دې لیدنه کې د افغانستان او روسیې ترمنځ د سیاسي اړیکو ترڅنګ، د سوداګرۍ، ترانزیټ، سیمهییز اتصال، انرژۍ او کانونو په برخو کې د همکاریو پر پراختیا خبرې شوې دي. متقي د دواړو هېوادونو د سیاسي تفاهم د مثبت مسیر په یادولو سره ویلي، موجود سیاسي تفاهم باید په عملي اقتصادي همکاریو بدل شي او په افغانستان کې د روسیې د پانګونې، سوداګرۍ او بانکي او تادیاتي اسانتیاوو پر رامنځته کولو یې ټینګار کړی دی. بلخوا، الکسي اوورچوک له افغانستان سره د اقتصادي همکاریو لپاره د روسیې چمتووالی ښودلی او ویلي یې دي چې د عملي همکاریو د پراختیا لپاره مناسب شرایط برابر شوي دي.































