د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند د سپتمبر په ۲۲ مه نېټه خبر ورکړ، چې د دغه هېواد مرستيال دولت رئیس هان جنګ به د روانې مياشتې له ۲۴ مې نېټې څخه تر ۲۶ مې نېټې پورې په نيويارک کې د ملګرو ملتونو د ۸۱ مې دورې عمومي اسامبلې په عادي مباحثوي غونډه کې ګډون وکړي. نوموړی به د دې غونډې په څنډه کې د چین په کوربتوب د نړیوال پرمختګ وړانديز د وړاندې کېدو د ۵ مې کلیزې په مناسبت لوړپوړي ډیالوګ کې ګډون وکړي او دغه راز د ملګرو ملتونو له سرمنشي، د ۸۱ مې عمومي اسامبلې له رئیس او د اړوندو هېوادونو له مشرانو سره به هم وګوري.































