د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د سپتمبر له ۲۳مې نېټې څخه تر ۲۵مې نېټې پورې له امريکا څخه رسمي لیدنه کړې ده. د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې د سياسي بيورو غړي او د بهرنيو چارو وزير وانګ يي د ياد سفر د پای ته رسېدو په درشل کې هغو خبريالانو ته د دغه سفر معلومات ورکړي، چې د راپورتاژ لپاره ورسره یې امريکا ته سفر کړی دی.
وانګ يي ويلي، چې رئيس شي جين پينګ له ۱۱ کلن ځنډ وروسته بيا له امريکا څخه ليدنه کړې او د دواړو هېوادونو مشرانو په نيم کال کې د يو بل هېوادونو ته سفرونه کړي، چې دا کار د چين او امريکا ترمنځ د تګ راتګ د تاريخ نوې پاڼه اړولې. د دغه سفر په اجنډا کې په غني موضوعاتو زيات فعاليتونه ترتيب شوي دي. رئيس شي جين پينګ او ولسمشر ډونالډ ټرمپ د متقابل درناوي په دوستانه فضا کې د دواړو هېوادونو د اړيکو او نړيوال وضعيت د ستراتيژيکو او عمومي مسئلو په اړه د نظريو تبادلې کړې دي. امريکايي لوري د رئیس شي جين پينګ لپاره د تر ټولو لوړې کچې رسمي تشريفات برابر کړي دي. دغه تشريفاتي ترتيبات د دې څرګندويي کوي، چې امريکايي لوری پر رئیس شي جين پينګ پوره احترام لري او دوه اړخيزو اړيکو ته په درنه سترګه ګوري.
وانګ يي زياته کړې، چې د بدلېدونکي نړيوال وضعيت پر وړاندې، د رئيس شي جين پينګ دغه سفر د دواړو مشرانو د بېجينګ ملاقات مثبت اغېز ته دوام ورکړی، د چين او امريکا د رغنده ستراتېژيکو ثابتو اړيکو د نوي پرمختګ لارښوونه يې کړې او دا مثبت پيغام يې خپور دی، چې دواړه هېوادونه به متقابلو خواوو ته د نږدېوالي ګامونه پورته کړي او پر سوله ييز ګډ ژوند او همکارۍ به ټينګار وکړي. د دغه سفر لاسته راوړنې به نه يوازې دواړو هېوادونو ته، بلکې نړۍ ته به ګټې ورسوي.































