” د چين سيل؛ له حياتي قوت ډک های نان ” په نوم د چيني او بهرنيو خبريالانو د ګډ رسنيز سفر فعاليت د اکتوبر په ۱۹مې نېټې د های نان ولايت په سان يا ښار کې پرانيستل شو، چې په پرانيستونکو مراسمو کې يې د همدې ولايت د ګوندي کمېسيون د مطبوعاتو ادارې، د سان يا ښار د سياسي مشورتي کانفرانس، د سان يا ښار د ګوندي کمېسيون د مطبوعاتو څانګې، د دې ښار د سيلانۍ ادارې، په سان يا ښار کې د مرکزي او ځايي رسنيو او د اسيان د غړو هېوادونو د مهمو خبري رسنيو استازو ګډون کړی و.
نوموړی فعاليت د چين ميډيا ګروپ او د دې ګروپ د های نان سټېشن له خوا په ګډه جوړ شوی، چې منځپانګه يې ” د ازادې سوداګرۍ بندر په قلمرو کې د کليو سمسورتيا ” ورټوله ده.
په دغه رسنيز سفر کې به د کمبوډيا، اندونيزيا، لاوس، ماليزيا، ميانمر، تايلنډ، ختيځ تيمور او ويتنام په شمول د اسيان د ۱۱ هېوادونو خبريالان د های نان د ازادې سوداګرۍ بندر د ابادۍ او د کليو د سمسورتيا په اړه معلومات ترلاسه کړي او په خپلو راپورونو کې به د دې سيمې د لوړې کچې د ورخلاصون لاسته راوړنې او د چين او اسيان د ګټې – ګټې همکارۍ کيسې وړاندې کړي.































