د چين د ريلپټلۍ دولتي شرکت د اکتوبر په ۲مه نېټه خبر ورکړ، چينايانو د روانې مياشتې په لومړۍ نېټه يانې د دغه هېواد د ملي ورځې اوونيزې رخصتۍ په لومړۍ ورځ کې د اورګاډيو له لارې څه باندې ۲۵ ميليون ځله سفرونه کړي دي. دغه شمېر نوی تاريخي ريکارډ جوړ کړی دی. اټکل کېږي چې چينايانو ممکن د اکتوبر په دوهمه نېټه د دغه هېواد پر اورګاډيو د ۲۰.۳۹ ميليون ځله سفرونه کړي وي.































