په جنيوا کې د ملګرو ملتونو په دفتر او په سويس کې د نړيوالو سازمانونو په استازنځايونو کې د چين دايمي استازي جيا ګوي ده د سپتمبر په ۳۰مه نېټه د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا په ۶۳مه غونډه کې د ۷۱ هېوادونو په استازیتوب د نړیوالو بشري حقونو د اداره کولو د سمون په اړه وینا او غوښتنه یې کړې، چې د نړیوالې حکومتولۍ نوښت تر لارښوونې لاندې په ګډه سره د نړیوالو بشري حقونو د اداره کولو عادلانه، مناسب او ټولشموله سيستم جوړ کړي.
نوموړي اشاره کړې، چې اوسمهال نړیوال وضعیت د بدلون او کړکېچ په حال کې روان دی او د نړیوالو بشري حقونو اداره له ژور بدلون سره مخ ده. چين ورته څلور فقرهييز وړانديز لري:
لومړی، خلکو ته دې د لومړيتوب پر ورکولو ټينګار وشي. د هر هېواد بشري حقونه دې د خپلو خلکو لخوا پرېکړه وشي او د سمون کارونه دې پخپله تر سره کړي، څو د خلکو اړتیاوې پوره شي او د بشري حقونو د اداره کولو اصلي موخه وساتل شي.
دویم، د ملي حاکمیتونو پر مساوات دې ټينګار وشي. بېلابېل هېوادونه دې په مساوي توګه په نړيوالو چارو کې ګډون او پرېکړه وکړي او له ګټو څخه برخمن شي، د سراسري جنوب غږ ته دې لا نور غوږ ونیول شي او د متقابل احترام پر بنسټ دې خبرې اترې او همکارۍ وشي.
درېیم، پر انصاف او عدالت دې ټينګار وشي. بشري حقونو ته دې سیاسي رنګ نه ورکول شي، د بشري حقونو په برخه کې اصلاحات دې په احتیاط سره پرمخ يووړل شي.
څلورم، نړیوال قانون ته دې درناوی وشي. د ملګرو ملتونو د منشور موخه او اصول دې خوندي او نافذ وساتل شي، د بشري حقونو مسئلې په بهانه د نورو هېوادونو په کورنیو چارو کې د لاسوهنې سره دې مخالفت وشي.































