د چين د خلکو ازادي بښوونکي پوځ د جنوبي جنګي سيمې وياند جای شه شن وويل، چې د سي – ۲۰۸ ډول يوه فليسپيني الوتکه د اګتوبر په درېيمه نېټه د چين د حکومت د اجازې پرته په ناقانونه ډول د چين د هوانګ يان ټاپو هوايي قلمرو ته ننوته. د چين د خلکو ازادي بښوونکي پوځ د جنوبي جنګي سيمې سمندري او هوايي ځواکونو د اړوند قانون سره سم دغه فليپيني الوتکه تعقيب کړه، ویې څارله او د اخطار له لارې يې د چين له هوايي قلمرو څخه دغه الوتکه وشړله.
نوموړي وياند پر دې ټينګار وکړ، چې هوانګ يان ټاپو د چين خاوره ده. د فليپين دغې الوتکې د چين پر حاکميت سخت تيری کړی او کړنه يې ډېر امکان لري، چې د سمندري او هوايي پېښې د رامنځته کولو سبب وګرځي.
چيني لوري فليپيني لوري ته خبرداری ورکړی، چې سمدلاسه تيری کوونکې او پاروونکې کړنه بندې کړي.
وياند جای شه شن زياته کړه، چې د جنوبي جنګي سيمې ځواکونه په هر وخت کې په لوړ تيارسي حالت کې دي او په ټينګ ډول د هېواد د ملي حاکميت خونديتوب او د سيمې سوله او ثبات ساتي.































