د اکتوبر په ۱۱مه نېټه د چین د لوژستیک او پیرودلو فدراسیون د هوایی لوژستیک څانګې د خبر له مخې، چين د روان کال په سپتمبر کې ۱۵ نوې نړیوالې هوايي کرښې پرانیستې دي، په دې سره هره اوونۍ د پروازونو د تګ راتګ شمېر ۴۲ ته رسېدلی. د چين د نړیوالې باروړونکې الوتنې شبکه په چټکۍ سره پراخېږي.
په يادو ۱۵ نويو لارو کې ۹ اسيايي لارې ، ۴ اروپايي لارې او ۲ شمالي امريکايي لارې دي.
د چین د لوژستیک او پیرودلو فدراسیون د هوایی لوژستیک څانګې د احصائيېله مخې، د سپتمبر تر ۳۰مې نېټې پورې، په ۲۰۲۶ کال کې چين کې ټولټال د نړیوالې باروړونکې الوتنې ۱۳۰ نوې لارې پرانیستل شوې او هره اوونۍ د تګ راتګ پرواز شمېر ۳۳۴ ته رسېدلی.































