رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی چې حوثیانو په یمن کې د ستراتیژیکو لوړو سیمو د نیولو لپاره خپل پرمختګ ته دوام ورکړی او هڅه کوي د سره سمندرګي ساحلي سیمې هم تر خپل کنټرول لاندې راولي. د راپور له مخې، د حوثیانو وروستیو پرمختګونو د سعودي عربستان په ملاتړ د یمن د حکومت دفاعي لیکې له فشار سره مخ کړې دي. بلخوا، نیویارک ټایمز راپور ورکړی چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د سعودي عربستان د ولیعهد محمد بن سلمان له غوښتنې وروسته د یکشنبې په ورځ پر حوثیانو د هوايي بریدونو د ترسره کولو پلان درلود، خو د بریدونو له پيل لږ مخکې یې دا پلان لغوه کړ. رویټرز وايي، د نیویارک ټایمز راپور یې په خپلواکه توګه نه دی تایید کړی. د حوثیانو چټک پرمختګ په یمن کې د جګړې لمن پراخه کړې او د سره سمندرګي او بابالمندب د مهمو سوداګریزو لارو د امنیت په اړه یې اندېښنې زیاتې کړې دي.






























