په وینزوېلا کې د سیاسي کړکېچ په زیاتېدو، د ولسمشر نیکولاس مادورو پر وړاندې د سپینې ماڼۍ زغم کم شوی او امریکايي چارواکو د ستونزې د هواري په هدف آن د پوځي مداخلې ګواښ کړی دی. واشنګتن چې مخالف سیاسي مشر خوان ګوایدو د ونزویلا د مشروع ولسمشر په صفت په رسمیت پېژني له مادرو غواړي چې له واک څخه لري شي. د ټرمپ حکومت د ونزویلا پر دولتي کمپنۍ بندیزونه لګولي او ویلي دي چې په دې هیواد کې د بشري ناورین د مخنیوي لپاره آن پر نظامي مداخلې هم فکر کوي. د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو سازمان دفتر وايي په ونزویلا د روان کرړکیچ له امله شاوخوا درې میلیونه ونزویلایان له خپل هیواد څخه نورو هیوادونو ته کډه کولو ته اړ شوي دي. که څه هم وینزویلا په نړۍ کې یو له هغو هیوادونو دی چې د تیلو لویې زیرمې لريی، خو اوس د ناسمو حکومتونو له امله له ګڼو اقتصادي مشکلاتو سره مخ دی.