د امریکا ولسمشر ملت ته په خپله کلنۍ وینا کې د خبرو پر مهال وویل، د ترهګرو تر ټولو ستر ملاتړی ایران دی او امریکا ددغه هېواد رادیکال حکومت په هر اړخیزه توګه څاري. د ټرمپ په خبره هغه رژیم چې مرګ پر امریکا شعار ورکوي باید تر سختې څارنې لاندې وي او دی یې پر وړاندې ولاړ دی. د ټرمپ په خبره ایران په سیمه کې د ترهګرو پراخ ملاتړ کوي او همدا راز دا هڅه کوي چې اټومي وسلې ولري نو ځکه امریکا خپل بندیزونه او ګامونه ددغه هېواد د کابو کولو لپاره پياوړي کړي دي او ټول فعالیتونه یې تر سختې څارنې لاندې دي. ایران تر اوسه د ټرمپ پر دغه څرګندونو غبرګون نه دی ښودلی.