د امریکا پوځ اعلان کړی دی چې له اسراییل نه به د ایرن دوم په نوم د مزاییلو دفاعي سیسټم وپېري. اسراییل له ۲۰۱۱ میلادي کال راهیسې له دې سیسټمه کار اخلي او ویل کېږي چې ښه نتیجه یې ورکړې ده. دا دفاعي سیسټم د رادار شبکه هم لري. د امریکا دفاع وزارت پرون وویل چې دوی به د اسراییل د مزاییلو دا دفاعي سیسټم وازمایي او د ځمکني او هوایي ګواښ د رفع کولو لپاره به یې خپلو ځواکونو ته ورکړي. د اسراییل لومړي وزیر پر امریکا د دې سیسټم خرڅول د خپل هېواد لپاره ستره بریا بللې ده.