د روسیې ولسمشر ویلاديمیر پوتین د خپل پوځ یو شمېر لوړ رتبه جنرالان له دندو لېرې کړل. د پوتین په فرمان کې ویل شوي چې ۹ جنرالان او ۲ ډګروالان چې د څېړنو په کمېټه کې او د روسیې په کورنیو چارو وزارت او د بېړنیو حالاتو په وزارت کې یې پر لوړو څوکیو کار کاوه، له دندې لرې کړل شوي دي. په لرې کړل شوو کسانو کې د مسکو په پولیسو کې د اداري فساد د مخنیوي د ریاست مشر جنرال سرګې سولوپوف او د تحقیقاتو د کمېټې مشره جنراله اېرېنا زېبرت هم شامل دي. په فرمان کې د هغوی د کولو دلایل نه دي څرګند شوي. دا لومړی ځل دی چې پوتین مهم جنرالان له خپلو دندو ګوښه کوي.