د ټرمپ او کیم جونګ ترمنځ د دویمې لیدنې ځای او نېټه مشخصه شوه. د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي چې د استازو تر اوږدو خبرو وروسته دوی بریالي شول چې له کیم جونګ اون سره د لیدنې ځای او نېټه مشخص کړي. د ټرمپ په وینا دغه لیدنه به د روانې میاشتې په ۲۷مه او ۲۸مه ترسره شي. ټاکل شوې چې ټرمپ او کیم جونګ اون دا ځل په ویتنام کې سره وګوري او یو لړ تړونونه لاسلیک کړي. ټرمپ پخپل ټوېټ کې ویلي چې شمالي کوریا به دا ځل اټومي توغندي نه بلکې بل ډول توغندي جوړوي. دده په خبره دا به اقتصادي توغندي وي او شمالي کوریا به په سیمه کې په پياوړي اقتصادي هېواد بدله کړي.