چارواکو ویلي چې ٢٧ کسه نور ددغو مشروباتو د څښاک له امله بستري شوي دي. د پولیسو یو لوړپوړي چارواکي اشوک کمار ویلي، د عدلي طب لومړنۍ ارزونې ښیي هغه الکول چې دغو کسانو څښلي زهري وو او متانول یې لرل. پولیسو تر اوسه ٨ تنه شراب پلورونکي د پیښې په ارتباط نیولي دي او ایالتي حکومت د ١٢ پولیسو په گډون ٣٥ چارواکي له کاره گوښه کړي دي. په هند کې د غیر قانوني او بې کیفیته الکولو خرڅلاو په یوې سترې او گټورې سوداگرۍ بدل شوی دی. ددې ډول الکولو خرڅونکي پرته له دې چې مالیه ورکړي دغه مشروبات په ارزانه بیه خرڅوي. له همدې امله ډېره ګټه کوي خو هر کال د لسګونه خلکو ژوند هم اخلي.