په افغانستان کې کابو له څلوېښتو کلونو راهیسې جنګ روان دی. د دغو څلوېښت کلنو تحمیلي جنګونو په جریان کې داسې تاوان نشته چې د افغانستان ولسونو ته به نه وي رسېدلی. وروستي جنګونه چې پر افغانستان باندې د متحده ایالتونو او د هغوی د لوېدیځو او ختیځو متحدینو په یرغل پیل شوي دي، له تقریباً پنځلسو کلونو راهیسې روان دي او اوس یې د یوه بشپړ ملي بحران بڼه غوره کړې ده. دا جنګونه په لومړي سر کې د کندهار په حوزه او ورپسې په ټولو پښتني سیمو کي پیل شول او اوس یې له بدخشان څخه تر بادغیس او نیمروز پورې ټول هېواد پر سر اخیستی دی. د ولسمشر اشرف غني د یوې وروستۍ وینا پر بنسټ، په وروستیو څلورو کلونو کې یوازې ۴۵ زره پوځیان وژل شوي دي. د ټپیانو او معیوبینو شمېر خدای ته معلوم دی. ملکي تلفات تر دې هم زیات دي او طالبانو ته به هم حتماً په دغه اندازه او یا په دغو حدودو کې تلفات رسېدلي وي. له ټولو قراینو څخه ښکاري چې جنګونه به په روان کال کې د پسرلي له موسم سره سم نور زور هم واخلي او د راتلونکو کلونو درک معلوم نه دی.
د جنګونو له امله د رسېدلو زیانونو او کړاوونو په باره کې به ځکه څه نه وایو چې هر څه وایو تکراري دي او چې هر څه ووایو لا به هم کم وي. په عمومي ډول ویلای شو چې سوله د ټولو مظلومو ولسونو، چې د هېواد ۹۵ سلنه برخه جوړوي، ګډه او د هرې ورځې غوښتنه ده. امریکایانو او د افغانستان دولت، په لومړي سر کې طالبانو ته د اشرارو د یوې وړې ډلې په سترګه کتل او داسې یې تبلیغ کول چې دا د پاکستان د پوځي استخباراتو د ادرې یا ((ISI په لاس جوړه شوې ډله به نن وي که سبا، په بشپړه توګه له منځه ځي او په هېواد کې به دایمي کراري راشي. منورینو هم ویل چې که امریکا پر پاکستان باندې فشار واچوي، دا ډله د مقاومت توان نه لري. حکومتي چارواکو به ویل چې امریکا باید د پاکستان په خاوره کې دننه د طالبانو د روزنې مرکزونه بمبار کړي او په هغه خاوره کې یې له منځه یوسي. البته دا ټول کارونه د نه کولو وو؛ ځکه نو یو کار هم ونه شو او جنګ همداسې دوام وکړ.
په وروستیو میاشتو کې له خلکو سره هغه وخت د یوې دایمي سولې د ټینګېدو هیلې پیدا شوې، چې د امریکا جمهور رییس ډونالډ ټرمپ له افغانستانه د پوځونو د ایستلو غږ وکړ او له طالبانو سره یې د سولې د خبرو لپاره خپل ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد افغانستان او سیمې ته واستاوه. خلیلزاد په سیمه کې ډېر سفرونه وکړل، له طالبانو سره یې په دوحه کې وکتل او ټاکل شوې ده چې د فبروري پر پنځه ویشتمه بیا هم ورسره وګوري؛ خو پر ټوېټر باندې د هغه له هغه وروستي خپاره کړي پیغام څخه ښکاري چې امریکایان لا هم په نږدې راتلونکې کې له افغانستانه د وتلو خیال نه لري او په دې توګه به ګواکې د جنګ اصلي عامل چې د خارجي پوځونو حضور دی، تر نامعلومې مودې پورې پاتې وي.
د سولې د ټینګېدو لپاره نورې ډېرې هلې ځلې شوې دي؛ خو پایله یې نه ده ورکړې، تر دې چې په دې وروستیو کې مسکو دغه ډګر ته ځکه ودانګل، چې له اتلسمې پېړۍ راهیسې په دې سیمه کې پوځي او سیاسي حاکمیت، نفوذ او ګټې لري. هغه د افغانستان په چارو کې لږ تر لږه تر امریکا او لوېدیځې نړۍ، چې له ډېرې لرې فاصلې څخه یې دلته مداخله کړې ده، ځان مستحق بولي او د سولې په کارونو کې یې ځکه د مداخلې کولو جرئت وکړ چې امریکا په دغه جنګ کې عملاً ناکامه ده.
روسیې، څه باندې یوه میاشت مخکې د طالبانو لپاره په مسکو کې یوه نسبتاً وړه غونډه او دا ځل یوه ډېره پراخه غونډه چې د شیرمحمدعباس ستانکزي په مشرۍ د طالبانو لوړ پوړي استازي هم برخه پکې درلوده او د هېواد د پخواني جمهور رییس حامدکرزي په ګډون د افغانستان ډېرو سیاسي مشرانو چې جنګسالاران پکې شامل وو، را وبلله. په دغو غونډو کې د هر چا د انتظار په خلاف، ډېرې سپینې، جدي او معقولې خبرې وشوې او سړي ته یې د سولې د راتلونکي په باره کې هیلې پیدا کولې. ما هېڅ فکر نه کاوه چې قانوني، طالب او عطا نور دې یو وخت خبرو ته سره کېني او د یوه بل خبرې دې په دومره سړه سینه واوري. زه له خپلو هغو منورینو او د نظر خاوندانو څخه چې د جنګ له زلزلو، بمونو، ځانمرګو بریدونو او ډزو څخه په زرهاوو میله لرې، د غرب په آرام سیوري کې پراته دي، د یوه وطندار په حیث هیله کوم چې دې وروستیو خبرو او انکشافاتو ته یو څه په مثبت نظر وګوري او پر نېک شګون یې ونیسي.
د ډاکټر اشرف غني حکومت ځکه په غوسه دی چې نه خلیلزاد چندانې ری پکې وواهه او نه د مسکو په خبرو کې چا د برخې اخیستو ست قدر ورته وکړ. طبیعي خبره ده چې د هغه طرفدارو منورینو، شاعرانو، ژورنالېستانو او مطبوعاتو په یوه خوله او یوه آواز د مسکو خبرې وغندلې.
زه له خپلو منورینو او پوهانو څخه هیله کوم چي ډېر ژر منفي دریځ مه غوره کوی. خیر دی د یوه لنډ وخت لپاره پر خپلو ځانونو او مغزونو زور راولی، ګیلاس نیم ډک وګوری او پر نیم تش باندې سترګې پټې کړی. زه یقین لرم چې اکثره منورین به زما په څېر بې معلوماتو وي او د کافي معلوماتو د نه لرلو په صورت کې قضاوتونه که غلط نه وي، نو نیمګړي خو حتماً وي.
داسې به یې فرض کړو چې دا خبرې له سره شوې نه وای. طالبانو، یونس قانوني او عطانور له سره سره کتلي نه وای، نو څه پېښېده؟ ځواب هېڅ دی. منطق حکم کوي چې نتیجه د عمل محصول وي. که عمل نه وي، طبیعي خبره ده چې نتیجه یا صفر او یا ښايي د نورو اجتماعي عواملو په اساس منفي وي. موږ په داسې حال کې چې د پردې تر شا د معاملو او سازشونو څخه تقریباً هېڅ اطلاع نه لرو، نو ولې داسې بې صبره شو او که راته په غوسه کېږی نه، نو زه به یو سوال لا بل وکړم او هغه دا چې تاسې په رښتیا هم فکر کوی چې زموږ لیکنې او منفي عکس العملونه د چا د پالیسۍ پر ټاکلو کومه اغېزه لري؟ هغوی که زموږ په لیکنو او نظریاتو کې ری وهلای، نو حتماً به یې زموږ نظر غوښتی وای او یا به یې په یوه غونډه کې د برخې اخیستو بلنه راکړې وای. خدای دې وکړي چې ماته په غوسه نه شی. وایم داسې نه وي چې څوک مو په کلي کې نه پرېږدي او موږ وایو چې آس مو د ملک په کور کې وتړئ.
زما له خپلو ټولو منورو وطندارانو څخه هیله دا ده چې لږ صبر وکړي. هر انکشاف ته له یوې مثبتې زاویې وګوري. ګوندې وي چې دا وروستۍ خبرې د دایمي سولې په لاره کې چې د ټول مظلوم افغانستان د کلونو ارزو ده، یو ښه پیل وي.
که څوک داسې فکر کوي چې له دغو غونډو څخه دې روسیه، پاکستان، ایران، سعودي عربستان، ترکیه او… د خپلو ګټو لپاره استفاده نه کوي، نو دا خیال به له سره باسو. موږ مظلوم او محاصره شوی هېواد یو او د سولې د ټینګېدو په بدل کې به دغو ټولو ظالمانو ته، لږترلږه تر یوه وخته پورې خپلې ونډې ورکوو. موږ به تر هغه وخته پورې چې پخپله پر پښو درېږو، د دغو ټولو ظالمانو ګټې په نظر کې نیسو. موږ د یو موټي، خپلواک او پر خپلو پښو ولاړ افغانستان د جوړېدو لپاره ډېر ویرژلي پړاوونه په مخ کې لرو. د سولې دغو وروستیو خبرو ته، د سولې د ټینګېدو د اوږدې پروسې په لاره کې د یوه لومړي نیمګړي ګام په سترګه وګوری. زه یقین لرم حکومت به، ډېر ژر یا لږ وروسته د سولې په خبرو کې ځانګړی مقام ولري. موږ منورین که د سولې په ټینګېدو کې مرسته نه شو کولای، نو په تخریب کې یې باید برخه وانه خلو.