د امریکا پوځ وایي، روانه اوونۍ په سومالیا کې د الشباب ډلې پر وړاندې د امریکایي ځانګړو ځواکونو په هوایي بریدونو کې ددې ډلې ۱۵ غړي وژل شوي دي. د افریقا لپاره د امریکا قوماندانۍ پرون په یوې خپرې کړې خبرپاڼه کې ویلي چې دغه حملې د ګندارشي او باریرې ښارونو ته نژدې سیمو کې شوې دي. په سومالیا کې پر الشباب سخت دریځې ډلې د پنټاګون لهخوا د زیاتو شویو حملو په ترڅ کې د ګندارشي ښار په دې وروستیو کې د امریکا د څو هوایي بریدونو شاهد و. الشباب چې له القاعده سره اړیکې لري، د سومالیا د حکومت د نسکورېدو لپاره له کلونو راهیسې جګړه کوي.