د اسرائیلو د بهرنیو چارو وزیر، بنیامین نتانیاهو د دغه هېواد پارلمان ته ویلي چې د وارسا په ناسته کې به ایران د بحث لومړنۍ موضوع وي.
نوموړي زیاته کړې: «په روانه اونۍ کې به د وارسا په ناسته کې ګډون وکړم او هلته به د متحده ایالتونو له مرستیال ولسمشر مایک پنس او بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو سره هم وګورم او د دې ترڅنګ به په دې ناسته کې ایران د بحث د سر موضوع وي.»
د نوموړي په خبره، په سیمه کې د ایران د اقداماتو له منځه وړل او له اټومي وسلو څخه د دغه هېواد منع کول، هغه مهم موارد دي چې په دې ناسته کې به پرې بحث او خبرې وشي.
دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې هم اسرائیلي رسنیو راپور ورکړی و چې د دغه هېواد لومړی وزیر به د وارسا په ناسته کې، چې د روانې میاشتې په ۱۳مه او ۱۴مه د پولنډ په پلازمېنه کې جوړه شي، ګډون وکړي.
تر دې یوه میاشت وړاندې د متحده ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر، مایک پامپیو له فاکس نیوز سره په مرکه کې د دې ناستې د جوړېدو خبر ورکړی و. نوموړي ويلي وو چې په دغه ناسته کې به د ډېرو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیران ګډون وکړي. د نوموړي په خبره، ایران او ځینې نورې مهمې نړیوالې مسئلې به د دې ناستې د بحث اجنډا وي.
د یادونې ده چې په دې ناسته کې چې د پولنډ په پلازمېنه وارسا کې ترسره کېږي، پر اسرائیلو سربېره د منځني ختیځ ځینې نور هېوادونه لکه سعودي عرب، امارات، کویټ او عمان به هم ګډون وکړي.