په امریکا کې د ایراني چارواکو مېشتې کورنۍ د امریکايي حکومت تر څارنې لاندې دي. د رسنیو د راپورونو له مخې د امریکا حکومت وايي، دوی د ایراني حکومت د چارواکو هغه اولادونه او د کورنۍ غړي څاري چې په امریکا کې ژوند کوي. امریکايي حکومت دغه غبرګون وروسته له دې ښودلی، چې د ټولنیزو شبکو کاروونکو د ایراني چارواکو د کورنیو پر وړاندې د اقداماتو غوښتنه وکړه. دوی پر امریکا نیوکه وکړه، چې ولې په امریکا او نورو هېوادونو کې د ایراني چارواکو د کورنیو تګ راتګ نه تعقیبوي خو پر نورو ایرانیانو یې سخت بندیزونه وضع کړي دي. د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو هم په یوه خپره کړې ویډیو کې ویلي، چې دا مسله ورته د اندېښنې وړ ده او د ایراني چارواکو د کورنیو څارنه به کوي.