د پاکستان لومړي وزیر عمران خان د نړیوال وجهي صندوق له مشرې سره د لیدنې په موخه دوبۍ ته تللی دی. عمران خان د نړیوال وجهي صندوق مشرې کرسټینا لیګارډ ته په پاکستان کې د اداري فساد د مخنیوې لپاره خپله تګلاره وړاندې کړې ده. لیګارډ له لیدنې وروسته په یوې اعلامیه کې ویلي که د عمران خان تګلاره سمه پلې شي نو ښه پرمختګ دی او زیاتوي چې له نوموړي سره یې د پاکستان د اقتصادي ودې په اړه ګټورې خبرې کړې دي. د پاکستان د حکومت او د نړیوال صندوق د مشرانو تر منځ له څه مودې راهیسې خبرې روانې دي خو ویل کېږي چې د صندوق له ځینو شرایط سره د اختلاف له کبله کومې موافقې ته نه دي رسیدلي. نړیوال وجهي صندوق تازه ویلي چې تر سختو شرایطو لاندې یې پاکستان ته پور ورکول منلي دي.