د امریکا د پوځ د مرکزي قوماندانۍ مشر جنرال جوزېف ووټل له رسنیو سره په مرکه کې ویلي، چې ډېر ژر به له سوريې څخه د امریکایي ځواکونو وتل پیل شي.
نوموړي د خبریال د یوې پوښتنې په ځواب کې ویلي، ښايي دا بهیر په څو اونیو کې پیل شي. هغه دغه راز ویلي چې له سوریې څخه به د ځواکونو د ایستلو چارې له ټاکلي پروګرام سره سم پرمخ ځي.
د هغه په خبره، د پوځي پرسونل انتقال د وسایلو او تجهیزاتو د لېږد په پرتله اسانه دی او هغه کار چې اوسمهال ترسره کېږي، د هغو وسایلو تصفیه ده چې پوځ ورته اړتیا نه لري، خو نوموړي دا نه دي ویلي چې د سرتېرو او وسایلو د لېږد بهیر به څومره وخت دوام وکړي.
دا په داسې حال کې ده چې ولسمشر ټرمپ د تېر کال په ډسمبر کې له سوریې د امریکايي ځواکونو د ایستلو د پرېکړې په اعلانولو سره د کانګرېس غړي او د امریکا نړیوال متحدان حیران کړل.
ټرمپ ویلي وو چې په سوریه کې د امریکايي ځواکونو حضور ته نوره اړتیا نشته؛ ځکه د ده په خبره، داعش ډله هلته ماته شوې ده.
په سوریه کې اوسمهال شاوخوا دوه زره امریکايي سرتېري مېشت دي چې ماموریت یې د سوریې له عرب او کرد متحدانو سره په ګډه د داعش ډلې د پاتې وسله والو پرضد جګړه وه.
ټرمپ له دې پرېکړې وروسته د جمهوري غوښتونکو او د سیالو ډیموکراټانو او د ځینو هغو هېوادونو له نیوکو سره مخ شو، چې د ترورېزم ضد جګړه کې د امریکا متحدان دي.
نیوکه کوونکو ویلي چې د ټرمپ له دغه کار سره به د امریکا کرد متحدان د ترکانو پر وړاندې یوازې پاتې او روسیې او ایران ته به په سیمه کې د نفوذ امکان برابر شي.
دا په داسې حال کې ده چې ووټل تر دې وړاندې د سنا د پوځي خدماتو په کمېټه کې ویلي چې له سوریې څخه د ځواکونو د ایستلو په مسئله کې له ده سره هېڅ راز سلا مشوره نه ده شوې.
نوموړي د سوریې په ګاونډي هېواد عراق کې د امریکا د پوځي حضور په اړه ویلي، دی فکر نه کوي چې په عراق کې د سرتېرو په شمېر کې به بدلون راشي.
د یادونې ده چې ولسمشر ټرمپ یوه اونۍ مخکې ویلي وو چې په عراق کې د امریکا د پوځي حضور ساتل مهم دي، څو واشنګټن پر ایران څارنه وکولای شي، ځکه د ده په خبره، ایران په رښتیا سره یوه ستونزه ده.