ترکي چارواکي وایي چې د ترکیې یوه پوځي چورلکه د استانبول ښار په څنډو کې د بېړنۍ ناستې پر مهال را غورځېدلې ده چې له امله یې لږ تر لږه څلور سرتېري وژل شوي دي. د استانبول والي علي یرلیکایا پر خپل ټوېټر لیکلي چې دغه چورلکه د فبرورۍ په یولسمه د استابول په اسیایي برخه کې د استوګنیزو اپارتمانونو ودانیو ترمنځ لوېدلې ده. د دې پېښې له امله په سیمه کې چا ته زیان نه دی اوښتی. دا په دریو میاشتو کې دویمه چورلکه ده چې په رالوېږي. تر اوسه د پېښې لامل نه دی په ګوته شوی خو چارواکي وایي چې په دې تړاو یې پلټنې پیل کړې دي.