د مکسیکو د نشه يي توکو لوی قاچاقي هواکین ګوزمان چې په ال چاپو مشهور دی، په یوه محکمه کې محکوم شو. نوموړی د نشه يي توکو د نړۍ پلار هم بلل کېږي. هغه میلیونونه ډالر پانګه لري او د نړۍ د بدماشانو ترمنځ تر ټولو خطرناک کس و. پر ده د کوکاین، پوډرو، بې قانونه وسلې لرلو او پیسو سپینولو تورونه پورې دي. محکمې ویلي چې هغه مجرم دی او کېدای شي ددایمي بند حکم ورباندې صادر شي. هواکین دمګړی ۶۱ کلن او د خپلې نهایي سزا اورېدو ته په تمه دی. چاپو یا هواکین تر دې وړاندې یو ځل له زندان په تېښته هم بریالی شوی دی. ال چاپو د ډېرو کلونو لپاره د مکسیکو د سنالوا جنایتکارې ډلې مشر و، چې د دغه هېواد د قاچاقي ډلو ترمنځ جګړو کې د زرګونو کسانو د وژنې مسووله ده. نوموړی تېر کال چې امریکا ته سپارل کېده د اېف بي ای د تعقیب د نوملړ سر کې و. امریکا د هغه د نیولو لپاره پنځه میلیونه ډالر جایزه ټاکلې وه خو په ورته مهال یې نوم فوربس مجلې د نړۍ د میلیاردرانو نوملړ کې هم راوستی و.