د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو ویلي چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د نړۍ د ډموکراسي لپاره تر ټولو ستر خنډ دی. هغه دا خبرې د مرکزي اروپا یو شمېر هېوادونو ته د خپل سفر پر مهال د سلواکیا په مرکز کې کړې دي. پومپیو د سلواکیا د ژورنالیزم د پوهنځي محصلینو ته په وینا کې ویلي، پوتین غواړي چې په ټوله نړۍ کې ډموکراسي له ګواښونو سره مخ کړي. پومپیو د امریکا د بهرنیو چارو هغه وزیر دی چې وروسته له څوارلسو کلونو یې دغه هېواد ته سفر کړی دی. په تېرو څوارلسو کلونو کې د امریکا د بهرنیو چارو هیڅ کوم وزیر هم یاد هېواد ته سفر نه دی کړی. نوموړی په دې موخه پنځو اروپایي هېوادونو ته سفر کوي چې پر یادو هېوادونو د روسیې او چین له نفوذه مخنیوی وکړي.