سعودي چارواکي وایي چې ولیعهد شهزاده محمد بن سلمان به په نږدې راتلونکې کې د سوداګرو او پانګه والو له یو پلاوي سره پاکستان او هند ته سفر وکړي. تمه ده چې نوموړی په خپل راتلونکي سفر کې په دې هېوادونو کې د انرژي او زیربناوو په برخو کې د خپل هېواد پانګونه اعلان کړي. سعودي عربستان د پاکستان له خراب اقتصادي وضعیت سره د مرستې په موخه په تېر اکټوبر میاشت کې هم د ۶ میلیارده ډالرو پور ژمنه کړې وه. سعودي چارواکي وایي، بن سلمان به په دې سفر کې له چین او مالیزیا نه هم لیدنه وکړي. دا په ترکیه کې د سعودي خبریال جمال خاشقجي د وژل کېدو تر پیښې وروسته سیمې ته د سعودي عربستان د ولیعهد لومړنی سفر دی.