د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف متحده ایالاتو ته ګواښ کړی دی چې د ونیزویلا په کورنیو چارو کې له لاسوهنې لاس پر سر شي. سرګي لاوروف له خپل امریکایي سیال مایک پومپیو سره پرون په همدې اړه ټلفوني خبرې کړې دي. لاوروف خپل امریکایي سیال ته ویلي چې روسیه د وینزویلا په اړه د بحث لپاره چمتو وه خو دوی ورسره له خبرو انکار کړی دی. مسکو د وینزویلا ولسمشر نیوکلاس مادورو ته په وروستیو کلونو کې میلیاردونه ډالره ورکړي خو لا هم دا هېواد له ناوړه اقتصادي وضعیت سره مخ پاتې دی. واشنګټن په وینزویلا کې د مخالفینو له مشر خوان ګوایدو چې ځان یې د موقت حکومت د مشر په توګه اعلان کړی دی ملاتړ کړی او هغه یې د دغه هېواد د مستحق رهبر په توګه په رسمیت پېژندلی دی.