د امریکا د استازو جرګې چې ډموکراټان په کې برلاسي دي، یو پرېکړه لیک تصویب کړ چې د یمن په جګړه کې له سعودي عربستانه د واشنګټن ملاتړ پای ته ورسوي. ویل کېږي چې د ډموکراټانو دا کړنه به د ټرمپ پر وړاندې یوه هڅه وي. دغه پرېکړه لیک ته ۲۴۸ وکیلانو مثبتې او ۱۷۷ منفي رایې ورکړې دي. پر دې سربېره ۱۸ جمهوري غوښتونکو هم د دې پرېکړه لیک ملاتړ کړی دی. ټرمپ ژمنه کړې چې پرېکړه لیک به ویټو کړي خو له پایلو یې داسې ښکاري چې ددې ویټو د ردولو لپاره په کانګرس کې کافي ملاتړ نشته. دغه پرېکړه لیک د یمن جګړه کې الوتکو ته د سون موادو د برابرولو په ګډون د دې هېواد په کورنۍ جګړه کې د امریکایي ځواکونو هر ډول ښکېلتیا بندوي. سعودي تر اوسه په دې اړه کوم غبرګون نه دی ښودلی.