د هند لومړی وزیر نرېندرا مودي وايي، پاکستان دې د هند تبا کولو خوب له سره وباسي. د هغه په خبره، که پاکستان فکر کوي چې هند به خراب کړي، نو دا خوب به یې کله هم ریښتیا نه شي. مودي دا څرګندونې وروسته له هغه کړي چې د هند واکي کشمیر په سرینګر سیمه کې د یوه ځانمرګي برید له امله ۴۶ هندي سرتېري ووژل او ډېر نور ټپیان شول. له بلې خوا د هند د مالیې وزیر ارون جیټلي له یوې ناستې وروسته ویلي چې د پاکستان خلاف هر ممکن ډیپلوماټیک او اقتصادي فشار وکاروي. نوموړي دا هم ویلي، چې پاکستان به د ګټورو هېوادونو له نوملړ وباسي.