پاکستان کې چارواکو د سعودي شهزاده محمد بن سلمان د هرکلي په پار الوتنې لا منظمې کړې، لوکس هوټلونه یې ریزرف کړي، ۳۵۰۰ کوترې یې راغونډې کړې او رنګارنګ بالونونه یې د هغه د راتلو لپاره هوا ته پورته کړي دي. په پام کې ده چې محمد بن سلمان ژر اسلام اباد ته ولاړ شي. پاکستان له سعودي تمه لري چې شهزاده محمد بن سلمان اسلام اباد ته په خپل دوه ورځني سفر کې د پانګونې ځینې هوکړې لاسلیک کړي، چې ارزښت یې تر ۲۰ میلیاردو ډالرو رسېږي. د فرانسې د خبري اژانس له مخې، د شهزاده هرکلي ته د اسلام اباد پر سړکونو رنګارنګ د هرکلي پیغامونه ټومبل شوي. یوه جګپوړي امنیتي چارواکي ویلي، پولیس، پوځ او د سعودي د شاهۍ کورنۍ ځانګړي ځواکونه هم د شهزاده د مېلمستیا ځای ته رسېدلي دي. اسلام اباد کې چارواکو ویلي، دوو پنځه ستوریزو هوټلونو ته ویل شوي چې هر راز ریزروېشن بند کړي او ټولې خونې د شهزاده ډلې ته ځانګړې کړي. شهزاده دا سفر داسې مهال کوي چې د اسلام اباد او هند ترمنځ اړیکي یو ځل د هند تر ولکې لاندې کشمیر کې د هغه ځانمرګي برید له کبله بیا ترینګلي شوي، چې ۴۱ کسان پکې ووژل شول. شهزاده محمد به له اسلام اباد وروسته هند ته هم سفر وکړي.