د کډوالو چارو وزیر سید عالمي بلخي وايي د هوا سړښت او په هېواد کې روانو جګړو د بې ځایه شوو وګړو ژوند تریخ کړی دی. دده په خبره افغان حکومت تر خپلې وسې له بېځایه شوو سره مرسته کوي، خو دا مرستې کافي نه دي او د نړیوالو بنسټونو مرستو ته اړتیا ده. دده په خبره که د افغانستان ملګري هېوادونه او نړیوال خیریه بنسټونه له کډوالو او بېځایه شوو سره په موقع مرستې و نه کړي نو ښایي بشري ناورین رامنځ ته شي. هغه په دې برخه کې پر فعالو موسسو غږ کړی چې له افغان کډوالو او بېځایه شوو سره مرستې ډېرې کړي او په دې توګه د بشري ناورین له رامنځ ته کېدو مخنیوی وکړي.