د امریکا په ټاکنو کې د روسیې د مداخلې په اړه د پلټنې او څارنې ځانګړي څارنوال رابرټ مولر ویلي، د محکمې له هغه پرېکړې سره موافق دی چې له مخې به یې د ټرمپ د ټاکنیز کمپاین پخوانی مشر پاول منافورت په ۲۴ کاله حبس محکومېږي. د هغه په خبره محکمې همدا راز پرېکړه کړې چې منافورت به امریکايي حکومت ته ۲۴،۳ میلیونه ډالر جریمه هم ورکوي. پر منافورت تور دی چې د ټرمپ په ټاکنیز کمپاین کې یې له روسیې مرسته غوښتې او په ځلونو یې قاضیانو او څارنوالانو ته دروغ ویلي دي.