امریکا پر پاکستان غږ کړی دی چې په خپله خاوره کې د ترهګرو پر وړاندې جدي ګامونه پورته کړي او د ټولو هغو ترهګرو ډلو له ملاتړه لاس واخلي چې له پاکستانه په سیمه کې ترهګریز فعالیتونه سمبالوي. امریکا له پاکستانه جدي غوښتنه کړې ده چې په خپله خاوره کې د ترهګرو ځالې سم له لاسه ختمې کړي. د سپینې ماڼۍ له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې هغه برید هم په کلکو ټکو غندل شوی دی چې له امله یې تر ۴۰ پورې هندي سرتېري ووژل شول او ګڼ نور ټپیان شول. امریکا وايي، دا د پاکستان مېشتې ترهګرې ډلې یو وحشیانه برید و. د امریکا متحده ایالتونه وايي، پاکستان مېشتې ترهګرې ډلې په سیمه کې د ناامنیو جوړولو فعالیتونه کوي او وېره خپروي. پاکستان کې فعالې جیش محمد نومې ډلې د دغه برید پړه پر غاړه اخیستې ده.