د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي ویلي، د هند تر کنټرول لاندې کشمیر کې پر شوي برید خواشیني دي خو هند د دې بریدونو پړه پر پاکستان اچوي نو که دوی سره د هرې وسله والې ډلې په ځانګړې توګه د جیش محمد په اړه ثبوتونه وي نو له دوی سره دې شریک کړي، کنه نو له تورونو دې لاس واخلي. هغه ویلي که چېرته دوی سره ثبوتونه شریک شي نو خامخا به د هغو وسله والو پر ضد عملیات وکړي چې په هند کې بریدونه کوي. قریشي ویلي، پاکستان نه یوازې په دغه برخه کې د هند مرستې ته دانګلی شي بلکې د تورنو پر ضد به جدي اقدامات هم وکړي. دا په داسې حال کې ده چې په هندي کشمير کې د پنجشنبې په ورځ شوي برید کې تر ۴۰ زيات هندي سرتيري وژل شوي او د بريد پړه جېش محمد نومې ډلې پر غاړه اخیستې ده. هند تور لګولی چې د بريد تر شا د پاکستان لاس دی.