ټاکل شوې وه چې عرب شاهزاده محمد بن سلمان نن ورځ پاکستان ته سفر کړی وای خو دا سفر په هند کې تر برید وروسته یوه ورځ ځنډېدلی دی. د هغه د سفر د ځنډ لامل نه دی په ډاګه شوی. د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت بیا ویلي د سعودي عرب د وليعهد د سفر په پروګرام کې بدلون نه دی راغلی او هغه به د يکشنبې په ورځ (سبا) پاکستان ته ورسېږي. دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې ویل شوي وو چې نوموړی به د شنبې په ورځ (نن) پاکستان ته ورسېږي خو په هند کې د پنجشنبې ورځې تر برید وروسته چې له امله یې تر څلوېښتو پورې هندي پوځیان ووژل شول وځنډېد. یاد برید د هند او نړیوالو توند غبرګونونه راپارولي دي. که څه هم پاکستان په یاد برید کې لاس لرل رد کړي دي خو نریندرا مودي پرون وویل چې هند به د دې برید غچ خامخا اخلي. هغه پر پاکستان غږ وکړ چې ژر تر ژره دې د ترهګرو له ملاتړه لاس پر سر شي.