پنجشنبه, سپتمبر 10, 2026
15 °c
Kabul
9 ° سه شنبه
11 ° چهارشنبه
11 ° پنجشنبه
12 ° جمعه
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    ایف اې او: د اوبو کمښت او د سرو لوړې بیې د افغان بزګرانو لویې ننګونې دي

    مجاهد: پاکستان دې د افغان طبي محصلانو د ایستلو په پرېکړه بیاکتنه وکړي

    یوه اماراتي شرکت د سالنګ دویم تونل او درملو فابریکې جوړولو کې د پانګونې لېوالتیا ښودلې

    ډبلیو ایف پي؛ په افغانستان کې د جرمني له پلاوي هرکلی کړی

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    افغانستان؛ د پانګونې د نوي فصل پر درشل کې

    پوستي خدمتونه؛ د لیکونو له رسولو تر ډیجیټلي اقتصاد پورې

    د شانګهای همکاریو سازمان او افغانستان: د سیمه‌ییز ثبات او سوکالۍ کلۍ

    افغانستان؛ د ازبکستان د صادراتو نوی مهم بازار او د سوداګرۍ د پراختیا فرصت

    اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

    د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    ایف اې او: د اوبو کمښت او د سرو لوړې بیې د افغان بزګرانو لویې ننګونې دي

    مجاهد: پاکستان دې د افغان طبي محصلانو د ایستلو په پرېکړه بیاکتنه وکړي

    یوه اماراتي شرکت د سالنګ دویم تونل او درملو فابریکې جوړولو کې د پانګونې لېوالتیا ښودلې

    ډبلیو ایف پي؛ په افغانستان کې د جرمني له پلاوي هرکلی کړی

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    افغانستان؛ د پانګونې د نوي فصل پر درشل کې

    پوستي خدمتونه؛ د لیکونو له رسولو تر ډیجیټلي اقتصاد پورې

    د شانګهای همکاریو سازمان او افغانستان: د سیمه‌ییز ثبات او سوکالۍ کلۍ

    افغانستان؛ د ازبکستان د صادراتو نوی مهم بازار او د سوداګرۍ د پراختیا فرصت

    اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

    د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
No Result
View All Result
کورپاڼه نړیوال خبرونه

د نوي میلادي کال په اړه د چین دولت د رئیس شي جين پينګ د وینا ارزونه

لیکنه: ولي الهام

جنوري 1, 2025
in نړیوال خبرونه
0 0

د چین دولت رئیس شي جين پينګ د ۲۰۲۵م کال د پیل سره سم خپله وینا واوروله. د نوموړي دغه وینا د ۲۰۲۴ م کال په ترڅ کې د چین د اقتصادي او ټولنیزو لاسته راوړنو او د ۲۰۲۵ م کال لپاره د دغه هیواد لیدلوری په ګوته کوي. د نوموړي دغه وینا په بېلابېلو علمي، ټیکنالوژیکو او ټولنیزو برخو کې پرمختګونو او د چین کورنيو او بهرنيو سیاستونو ته اشاره کوي. د ۲۰۲۵ م میلادي کال د پیل په موخه د ښاغلي شي جین پینګ وينا تر ډېره د چین د اقتصادي، ټولنیزو او وروستیو پرمختګونو پر روښانه کولو را څرخېده. د نوموړي په دې وينا کې د ۲۰۲۴م کال د لاسته راوړنو لنډه ارزونه شوې ده، د راتلونکي لپاره یې د خپل هیواد لومړیتوبونو په ګوته کړل او د نړیوالو اړیکو پر ارزښت یې ټینګار وکړ. د شي جین پینګ په دغه وینا کې د چین د پرمختګ په اړه مثبت پیغام ورکړل شو او د چین حکومت یې  د چین د خلکو ژوند ته ژمن وباله. نوموړي د خپلې وینا په لړ کې د چینایانو د ګډو هلو ځلو ستاینه وکړه او څرګنده یې کړه، چې د خلکو له همکارۍ پرته د چین هېواد پرمختګ ناشونی دی او په دغه برخه کې یې د دوی ملي مشارکت مهم یاد کړ.

د چین دولت رئیس ښاغلي شي جين پينګ په وینا کې تر ټولو مهم ټکي

د اقتصادي پرمختګ او د خلکو د ژوند معیار د ښه والي په موخه د چین دولت رئیس وویل، چې د کورني ناخالص تولید کچه یې له ۱۳۰ تریلیون یوانو اوښتې او د غلو دانو د توليدي اندازه یې ۷۰۰ميليونو ټنو ته رسېدلې ده. دغه څه د دې ښکارندويي کوي، چې هیواد یې خلکو ته د بنسټیزو اړتیاو د پوره کولو او د ژوند شرایطو د ښه کولو په برخه کې پرمختګ کړی دی. نوموړي یې په خپلو خبرو کې ویلي، چې ۲۰۲۴ م کال یې د هېواد لپاره د ټکنالوژیکي پرمختګونو په برخه کې له لاسته راوړنو ډک و، د ده پر وینا چې هېواد یې توانېدلی له نوې انرژۍ څخه یې د تولید شوو موټرو شمېره له ۱۰ میلیونو واوړي. نوموړي یې د مصنوعي ځیرکتیا، کوانټوم مخابراتو او فضایي پرمختګونو په اړه هم یادونه کړې، چې د دوی دغه ټولې لاسته راوړنې به په راتلونکي کې د چین هېواد د نړۍ په کچه د ټکنالوژۍ په برخه کې په یوه ستر ځواک بدل کړي. ټولنیز پرمختګ او عام المنفعه فعالیتونه بله هغه برخه وه، چې د چین دولت رئیس یې د خپلو خبرو پر مهال ورته اشاره درلوده، نوموړي زیاته کړه، چې د تقاعد شویو کسانو په حقوقو کې زیاتوالی راغلی، هستوګنځایونه ورته چمتو شوي او د قرضونو په سود کې د پام وړ کمښت راغلی. د چین هېواد دغه ډول کړنې د عامه سوکالۍ او ټولنیزو خدمتونو د  ښه والي په مانا دي، چې د چین په څېر په یوه ستر هېواد کې خورا د ارزښت وړ دي. د چین دولت رئیس نړیوالې پروژې او ډېپلوماټیکې اړیکې مثبتې یادې کړې او په دغه برخه کې یې د پرمختګ یادونه وکړه. نوموړي دا ډاډ ورکړل، چې چین هېواد په نړیواله کچه تر بل هر وخت ډېر خپل موقعت پیاوړی کړی، چې اوس مهال په نړیوال مدیریت او د سولې په ساتلو کې مهمه ونډه ولري. د  ۲۰۲۵ م کال  لپاره د ده لیدلوری دا و، چې چین باید په اقتصادي او ټولنیزو برخو کې خپله داخلي توانمندي لا پسې پیاوړې کړي، چې دغه  پیغام یې د پایداره پرمختګ، نوښت، په بېلابېلو برخو کې پر ځان بساینې او د خلکو لپاره د ټولنیزو خدمتونو په ښه کولو باندې دلالت کوي.

د نوموړي د وینا په لړ کې د خلکو د ژوند د ښه کولو موضوع، چې  تعلیم، روغتیا، د ټکنالوژۍ په ډګر کې د ورستیو پرمختګونو او د هر قشر خلکو لکه ماشومانو، ځوانانو او ډېر عمر لرونکو کسانو ته پاملرنه پکې شامله وه، خورا په زړه پورې وه او دا یې وښوده، چې خپل ځان د چین او چینایانو خادم ګڼي او ملي ګټې ورته خورا مهمې دي. نومړي د ۲۰۲۴ م کال په اوږدو کې د چین هېواد پر لاسته راوړنو رڼا واچوله او دا یې وښوده، چې له لاسته راوړنو ډک کال یې تر شا پرېښی. د چین دولت رئیس دا هر څه د خپلو خلکو د ژوند د ښه والي او لومړنیو اړتیاوو د پوره کولو په موخه ترسره کړي او دا هغه څه دي، چې د هر هېواد د پرختګ په برخه کې بنسټیز رول لوبولای شي.

په نوي ۲۰۲۵ کال کې د چین د اقتصاد او پرمختګ په اړه تمې:

تمه کېږي، چې چین هېواد به د ۲۰۲۵ م کال په اوږدو کې د خپل ۱۴م پنځه کلن پلان په بشپړولو کې بریالی شي، د باکیفیته پرمختګ په برخه کې به د تېر په پرتله لا ډېرې لاسته راوړنې ولري، په علمي او تخنیکي برخو کې به چټک پرمختګ وکړي، مصنوعي ځیرکتیا به یې لا پیاوړې شي، د کوانټوم ټکنالوژۍ او نوې انرژۍ په برخه کې به یې د لا ډېرو پرمختګونو شاهدان اوسو. د زرغون پرمختګ په برخه کې په ټیټه کچه د کاربن تولید او د چاپیریال ساتنې لپاره د چین هڅې بل هغه څه دي، چې باید ستاینه یې وشي. تمه کېږي، چې چین به په نیږدې راتلونکي کې د دغه برخې اړوند نړیوالو ته د نوښتونو او پرمختګونو یو غوره مثال وګرځي. په ټوله کې، داسې هیلې شته، چې چین به د خپلو کورنیو اصلاحاتو او نړیوالو همکاریو له لارې د ټولنیز عدالت، اقتصادي ثبات، او چاپیریال ساتنې په برخه کې لا ډېر پرمختګ وکړي.

د چین د دولت رئیس له وینا داسې ښکاري، چې هېواد یې غواړي د خپل اقتصادي پرمختګ د پایدار ساتلو سره سره په ګڼ شمېر مهمو برخو لکه علم او ټیکنالوژۍ کې خپل هېواد پر ځان بسیا کړي او په دې سره به یاد هېواد په نړیواله کچه ستر اقتصادي هېواد و پېژندل شي. د ټولنیز پرمختګ او د خلکو د ژوند معیار د ښه والي په برخه کې له یاد هېواد تمه کېږي، چې په ۲۰۲۵ م کال کې د عامه خدماتو تقویه کولو او د خلکو د ژوند کیفیت ښه کولو ته لا ډېره توجه وکړي، چې د روغتیا، زده کړې او ټولنیزو خدماتو ته د لاسرسي کچه لوړول او په کليو، بانډو او کوچنیو ښارونو کې د ژوند شرایطو ښه کول به یې لومړېتوبونه وي. چین به خپلو ټولو وړتیاوو ته په کتو د ۲۰۲۵ م کال په په اوږدو کې د نړیوالو اصلاحاتو او د بین المللي همکاریو د پراختیا په برخه کې فعاله ونډه ولري. د چین اقتصادي او ډیپلوماتیک سیاستونه ممکن د دې هیواد موقعیت په نړیواله کچه نور هم پیاوړی کړي. په ټوله کې د چين حکومت د رئیس دغه وینا د چین هېواد اوږدمهاله پلانونو ته اشاره کوي چې د پایدار پرمختګ، نړیوال موقعیت پیاوړي کولو او د هیواد داخلي شرایطو ښه کولو ته لار هواروي.

Share5Tweet3Share1

Get real time update about this post categories directly on your device, subscribe now.

Unsubscribe
  • Trending
  • Comments
  • Latest

د وبا شپږ درسونه

نوومبر 28, 2021

د پایلو اعلان، له سولې سره یې تړاو او د امریکا پټ اهداف

فبروري 20, 2020

استرالیایی پوځي: پخپله مې لیدلي چې ملګرو مې عام افغانان وژل

مارچ 16, 2020

ټرمپ د افغانستان په اړه د امريکا له موخو پرده پورته کړه

جنوري 6, 2019

منظور پشتين تربل هر چا د سولې نوبل جايزې مستحق ګڼل شوی

3

کابل او پروان؛ د طالبانو ځانمرګو بریدونو ۱۲۸ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

2

لوګر کې پر یو کور د هوان مرمۍ لګېدو دوه ماشومان وژلي

2

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

2

ایف اې او: د اوبو کمښت او د سرو لوړې بیې د افغان بزګرانو لویې ننګونې دي

سپتمبر 9, 2026

د ملګرو ملتونو د ۸۱مې دورې عمومي اسامبله پرانيستل شوه

سپتمبر 9, 2026

د کاناډا صدراعظم خپل ملت وهڅاوه، چې له امريکا سره د سوداګریزې جګړې لپاره سره یو لاس شي

سپتمبر 9, 2026

شي جين پينګ او اندي بورنهام ټېليفوني خبرې وکړې

سپتمبر 9, 2026
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب
  • تحلیل
  • ژوند
  • لیکنې
  • اړیکې

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • لیکنې
  • ژوند
  • تحلیل
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In