د بلوچستان په لورلايي کې د نا پیژندل شویو وسله والو په ډزو کې د پاکستان د مليشه قواو دوه سرتیري وژل شوي او يو لاروی ټپي شوی دی. پوليس وايي چي دغه پيښه د لورلايي ښار پر ژوب سړک باندې شوې ده. ددوی په خبره د ملیشه قواو سرتیري په غیر رسمي جامو کې په بازار کې گرځیدل چې موټرسایکل سپرو وسله والو ډزې ورباندې کړې او دوه تنه یې وژلي دي. چارواکي وايي دوی نه دي بریالي شوي چې بریدګر وپېژني. خو د پېښې مسوولیت بیا تحریک طالبان پاکستان منلی دی. په بلوچستان کې پر پاکستاني پوځيانو وخت ناوخت ورته بریدونه کېږي چې ډېر کله پکې درنه مرګ ژوبله هم ورته اوړي.





































