هندي کشمیر کې پر هندي پولیسو تر برید وروسته هندوستان، پاکستان سره پر پوله پوځي مانورونه پیل کړي دي. په دې پوځي مانورو کې د چورلکو او جیټ الوتکو په ګډون بېلابېل پوځي وسیلې کارول کېږي. د هند رسمي خبري اژانس پي ټي ای ویلي، دا مانورې په پوکهران او بهرپور سیمو کې پیل شوي دي. ګڼو هندي رسنیو ویلي، دغو پوځي مانورو ته له پخوا راهیسې چمتووالی نیول شوی دی. د پي ټي ای د راپور له مخې، په دې مانورنو کې هغه جنګي الوتکې هم کارول کېږي، چې د ورځې په رڼا او د شپې په تیاره کې خپل هدفونه سم ویشتلی شي. دا لومړی ځل دی چې هند پخپلو مانورو کې هند جوړ پوځي توکي او توغندي کاروي.





































