د بنګله دېش هېواد چارواکي وایي چې د اورلګېدنې په یوه پېښه کې اته کسان مړه شوي دي. د چارواکو په خبره، په چتوګرام ښار کې د اورلګېدنې په دې پېښه کې د استوګنې له ۲۰۰ زیات کورونه سوځېدلي دي. د بنګله دېش د ملکي خدماتو د ادارې رییس علي احمد د جرمني خبري اژانس ته وویل، پېښه نن سهار هغه مهال وشوه چې ددې کورونو اوسېدونکي ویده وو. نوموړي د دې پېښې علت د برېښنا شارټي ښولې او زیاته کړې یې ده چې په پېښه کې شاوخوا پنځوس کسان ټپیان شوي هم دي.