د ګوندي ابادۍ په اړه د شي جين پينګ د مهمو افکارو لنډيز په نوم کتاب چاپ شو او د جنورۍ په ۱۶مه نېټه په چين کې خپور شوی دی.

په دغه کتاب کې د ګوندي ابادۍ په اړه د شي جين پينګ د مهمو افکارو مهم محتويات، معنوي جوهر او عملي غوښتنې بيان شوې، د ګوندي ابادۍ بنسټيز اصل، علمي پلان، ارزښتي غوښتنې او مهمې دندې روښانه شوې او د ګوندي ابادۍ په چارو کې د نوې زمانې لپاره د شي جين پينګ د چين ځانګړتيا لرونکي سوسياليستي افکارو نوښتي خدمتونه څرګند شوي دي.






























